کورپاڼه / خپلواک / پښتو ژبې سره د نامتو هندۍ هنرمندې پريټي زنټا مينه
پريټي زنټا

پښتو ژبې سره د نامتو هندۍ هنرمندې پريټي زنټا مينه

خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نامتو هنرمنده پريټي زنټا له پښتو ژبې سره ډېره مينه لري او تازه يې په دې اړه يوه نوې ويډيو هم خپره کړې ده.

نوموړې چې د هندي فلمونو يوه له مشهورو ستورو څخه ده، هغه د هند په تجارتي لیګ کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې شريکه مالکه هم ده. په دغه لوبه کې مخکښ ورو توپ اچونکی مجيب الرحمان تېر ځل لوبېدلی و او دا ځل هم ښايي نوموړی له همدغه لوبډلې سره ولوبېږي.پريټي زنټا او مجيب الرحمان

پريټي زنټا هغه وخت د افغانانو ترمنځ ډېره مشهوره شوه، کله چې د تېر ای پي ايل پر مهال نوموړې له مجيب الرحمان سره په پښتو ژبه کې ځينې خبرې وکړې.

خو تازه دغه هنرمندې په خپله فېسبوکپاڼه باندې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې له يوې نجلۍ سره په پښتو کې خبرې کوي او همدا راز له مجيب الرحمان نه مننه هم کوي، چې هغې ته يې پښتو ورزده کړه.

هغه وايي چې له پښتو سره مينه لري او بل ځل به له مجيب الرحمان نه د پښتو ژبې نور توري هم زده کوي.

په ويډيو کې هغه له زېنب سره خبرې کوي، چې يو بل ته سلام کوي او بيا د يو بل د حال احوال پوښتنه کوي. دواړو یو بل ته په پښتو کې د خپل حال احوال ځواب ورکوي او بيا پريټي زنټا وايي په پښتو کې له مجيب الرحمان نه مننه هم کوي.

همدا راز پريټي زنټا په خپله فېسبوک پاڼه د دغه خبرو معنا هم په انګليسي کې ليکلې ده. هغې له دغه ويډيو سره ليکلي دي، چې زما د پښتو ژبې د زده کولو مهارت وګورئ، چې زه له خپلې نږدې ملګرې زېنب سره په پښتو کې خبرې کوم.پريټي زنټا ۱

د پريټي زنټا دغه ويډيو هم ډېرو خلکو کتلې ده او همدا راز ډېری خلکو بيا له نورو سره هم شريکه کړې ده. د يادولو ده چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې به له خپل رسمي فېسبوکپاڼې نه هم د مجيب الرحمان په اړه په پښتو ژبه کې پوسټونه کول.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …