کورپاڼه / جالب / یوې ناوې د خپل واده په مراسمو کې داسې شرطونه ایښي چې پر انټرنیټ یې شور راپورته کړی

یوې ناوې د خپل واده په مراسمو کې داسې شرطونه ایښي چې پر انټرنیټ یې شور راپورته کړی

په امریکا کې یوې ناوې د خپل واده په مراسمو کې د میلمنو د راتګ لپاره یوولس داسې شرطونه کېښودل چې پر انټرنیټ یې بحثونه راپورته کړل او دغه ناوې یې د سختو نېوکو لاندې ونېوله.

د میل آنلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغې ناوې په ټولنیزه رسنۍ دغه شرطونه پوسټ کړي او لیکلي یې دي، هغه کسان چې بلنه ورته لېږل شوې او مراسمو ته راځي نو دا شرطونه باید ومني.

راپور زیاتوي چې په دې شرطونو کې ویل شوي ول چې هیڅوک به له ځان سره موبایل نه راوړي، شراب به له ځان سره نه راوړي، سپینې جامې به نه اغوندي، په ځنډ به څوک نه راځي.

دغه راز هیڅوک به د عکاس مخې ته نه راځي او په عکسونه به ځان نه راولي، د واده د مراسمو په ښکلا کې به بدلون نه راولي، څوک به یې په مراسمو کې اعلان نه کوي یاهم له خپلې ملګرې به د واده غوښتنه نه کوي او څوک به یې له دې وړاندې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو نه خپروي.

پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو پر ناوې نېوکې کړي، خو ځینو بیا ویلي چې دا د ناوې حق دی چې څه ډول مراسمو جوړوي، جوړ دې کړي او هغه کسان چې دغه شرطونه نه مني په مراسمو کې دې برخه نه اخلي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …