کورپاڼه / روغتيا / آیا د اوړي په موسم کې د حساسیتي تبې له نوم سره آشنا یئ؟

آیا د اوړي په موسم کې د حساسیتي تبې له نوم سره آشنا یئ؟

د ګرمۍ سره ګرده (pollens) هم ډېرېږي، چې د حساسیت لرونکو کسانو لپاره زیانمن وي او د تبې او د حساسیت سبب یې کېږي.

د ګرمۍ د زیاتېدو سره ـ سره د ونو د ګردې (pollens) شمېر هم ډېرېږي، چې بیا ورڅخه پیدا کېدونکې تبې څخه هر څوک بد وړي او د پوزې بهېدل، د ستوني سوخت او د سر درد یې څرګندې نښې، نښانې دي.

ویل کېږي چې د مارچ د میاشتې په وروستیو او د سپتمبر په منځ کې یې نښې، نښانې خرابېږي او د یوې وړاندوینې له مخې ویل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به په انګلستان کې ددې تبې کچه دوه برابره شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له موسمي او حساسیتي تبې څخه د ژغورلو لپاره باید د موسم له پیل څخه یوه یا دوه میاشتې وړاندې باید اړوند درمل وخوړل شي او اړوند احتیاطي تدابیر دې ونېول شي.

د نښو، نښانو د له منځه وړلو لپاره له انټي هسټاماینز هم ګټه اخیستلی شئ، ځکه چې انټي هسټاماینز په پوزه کې له له حساسیت څخه د پیدا کېدونکو هسټاماینز مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …