کورپاڼه / خبرونه / کیوین پیټرسن: ای سي سي دې په ۱ توپ د ۱۲ منډو لپاره اصول جوړ کړي

کیوین پیټرسن: ای سي سي دې په ۱ توپ د ۱۲ منډو لپاره اصول جوړ کړي

د انګلستان پخوانی مخکښ توپوهونکی کیوین پیټرسن غواړي چې په شل اوریزو لوبو کې دې په یو بال د ۱۲ منډو لپاره هم اصول جوړ شي، چې د شپږیزو ترڅنګ توپوهونکي ۱۲یزې هم ووهي.

کیوین پیټرسن د انګلستان یو له مخکښو توپوهونکو څخه و، چې ۱۰۴ ټېسټ او ۱۳۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړې وې.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ۸۱۸۱ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۴۴۴۰ منډې کړې وې، همدا راز دواړو بڼو کې يې ۳۲ سلیزې هم وهلې وې.

د دې ترڅنګ هغه ۳۷ نړیوالې شل اوریزې لوبې هم د انګلستان لپاره کړې وې، چې ۱۱۷۶ منډې يې پکې کړې وې او د نړۍ ستر تجارتي لیګ ای پي ایل کې هم لوبېدلی و.

کیوین پیټرسن اوس تازه غوښتنه کړې ده، چې په شل اوریزو لوبو کې دې نوی اصول وټاکل شي، هغه د انګلستان  کرکټ بورډ څخه غوښتي چې دا اصول د سل بالونو لیګ کې هم زیاتولی شي.

نوموړی په یو ټویټ کې لیکي، که چېرته یو لوبغاړی شپږیزه ووهي او هغه له سل مترو څخه پورته وي، نو باید لوبغاړي ته ۱۲ منډې ورکړل شي.

هغه په خپل دې ټویټ کې د انګلستان کرکټ بورډ تر څنګ ای سي سي هم ټیګ کړی دی، تر څو په دې اړه فکر وکړي.

د یادولو وړ ده چې څو کلونو وړاندې په ځینو سیالیو کې د تجربې په ډول ځینې اصول ټاکل شوي و، چې په هغې کې یو هم په ۱ بال د ۱۲ منډو و، چې شاهد اپریدي په ۱ بال دا ۱۲ منډې ترلاسه کړې وې، مو د هغې لپاره شرط یو څه بدل و.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …