کورپاڼه / روغتيا / سنیل شیټي: نن ورځ هیڅ فلم جوړونکي له ماسره داسې فلم نه جوړوي چې ډېر لګښت پرې وشي

سنیل شیټي: نن ورځ هیڅ فلم جوړونکي له ماسره داسې فلم نه جوړوي چې ډېر لګښت پرې وشي

د بالیووډ مشهور اداکار سنیل شیټي وایي چې نن ورځ هیڅ فلم جوړونکی له ماسره د پنځه سوه میلونو فلم هم نه جوړوي، خو له اکشي کمار سره بیا د د پنځو میلیاردو فلم جوړولو ته تیار دي.

سنیل شیټي چې تر دریو لسیزو یې پر بالیووډ بادشاهي وکړه، فلمي صنعت ته یې د (بارډر)، (کانټي)، (مهرا)، (هیرا پیري) او د (آواره پاګل دیوانه) غوندي بریالي فلمونه ورکړي.

نوموړی وایي: ((زه پوهېږم چې فلمي صنعت اوس ډېر بدل شوی او زه ور پکې له خپل ځانه ډاډه یم، زما ستونزه داده چې هر ډول رول نه لوبوم بلکې د فلمونو لپاره په ډېر احتیاط سره رول انتخابوم.))

سنیل سیټي له نورو اداکارو په ځانګړي توګه له ټایګر شرف او ایوشمان کرانا په څېر له اداکارو سره کار کول نه غواړي، بلکې د یو ځانګړي بینر لاندې کار کول خوښوي او دا ورته ډېر ارزښت لري چې لارښود یې څوک دی.

نوموړی د ټایګر شرف او ایوشمان ستاینه کوي او وایي چې دوی د بینرونو پرځای لارښود سره کار کول خوښوي او ځوانو اداکارو ته لارښوونه کوي چې ځانګړي ځای دې ځانته جوړ کړي.

سنیل شیټي وایي چې نن سبا خلک د ټیکټونو دفتر ته ګوري نو ځکه خو وایي چې هیڅ فلم جوړونکی ورسره د پنځه سوه میلونو فلم جوړولو ته هم نه دی تیار، خو له اکشي کمار سره د پنځه میلیاردو فلم هم جوړوي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …