کورپاڼه / جالب / د یو ډالر سکه په اته لکه او څلویښت زره (۸۴۰۰۰۰) ډالر لیلام شوه

د یو ډالر سکه په اته لکه او څلویښت زره (۸۴۰۰۰۰) ډالر لیلام شوه

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یو ډالر سکه څو ورځې وړاندې په اته لکه او څلویښت زره ډالرو، چې تقریباً له شپږ شپېته میلونو افغانیو سره برابرې دي، لیلام شوه.

دغه سکه چې د امریکا د ټیکساس ایالت د پخوانیو آثارو د مشهورې لیلامۍ لخوا د جمعې په ورځ لیلام شوه، ځانګړتیا یې داده چې دغه سکه د امریکایي ډالرو د ترټولو لومړنۍ سکې (پروټوټایپ) له نمونې څخه ده، چې په (۱۷۹۴) کال په فلاډلفیا کې په دولتي بڼه اچول شوې یا ډیزاین شوې وه.

د یادولو وړ ده چې د پروټوټایپ سکه د عامو سکو په څېر د استعمال لپاره نه وي، بلکې ددې له ډیزاین څخه په ورځني ډول استعمالېدونکې سکې ډیزاین کېږي.

دغه سکه چې په ۱۷۹۴ کال اچول شوې وه، له دې وړاندې امریکا خپل اسعار په رسمي ډول نه ول ډیزاین کړي، همدې خبرې دې سکې ته ځانګړتیا وربخښلې.

دا سکه له دې وړاندې له میلیاردر سوداګر باب سمپسن سره وه او باب سمپسن د نایابو سکو د راټولولو سرسخت مینوال دی.

د ټیکساس د لیلامۍ مرکز ویاند ایرک بریډلي ویلي چې د جمعې په ماښام د سکې لیلامي له درې لکو او دولس زرو ډالرو څخه پیل شوه او داسې تمه کېده چې تر پنځو لکو ډالرو پورې به لیلام شي، خو په حیرانوونکې توګه په څو دقیقو کې په اته لکه او څلویښت زره ډالر لیلام شوه.

دا هم ولولئ

هغه کسان چې د میي په میاشت کې زېږېدلي په زړه پورې ځانګړتیاوې لري

د میي چې د زېږدیز کال پنځمه میاشت ده، اوس ـ اوس پیل شوې او …