کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کعبه کې د باران او ږلۍ پر مهال طواف + ویډیو

کعبه کې د باران او ږلۍ پر مهال طواف + ویډیو

نن په کعبه کې باران او ږلۍ وشوه، خو بیا هم خلکو طواف ته ادامه ورکړه، چې ویډیوګانې يې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

د عربي رسنسو د راپورونو په وېنا، د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۷مه نېټه په مسجد الحرام کې خلکو د باران او ږلۍ پر مهال طواف وکړ.


د مکې په بېلا بېلو سیمو کې بارانونه شوي دي، چېرته ډېر او چېرته لږ او ځینو سیمو کې خو اوبه سرکونو ته هم راوتلي دي. په ټویټر کې هم د باران او ږلۍ ويډیوګانې خپرې شوې دي.


د مسجد الحرام مسوولینو د عمره کوونکو لپاره د باران پر مهال ټول بندوبست مخکې له مخکې کړی و، چې د طواف کسان يې د ګروپونو په شکل کې لاندې منزل ته ولېږل.

د باران پر مهال هغه کسان چې عمره يې کوله ټول د شاه فهد تعمیر ته ولېږلی شول، چېرته چې د دوه زره کسانو د ځایېدو ځای شته دی.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …