کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اې بي ډیویلیرز هم په ای پي ایل کې کارنامه وکړه

اې بي ډیویلیرز هم په ای پي ایل کې کارنامه وکړه

د سویلي افریقا مخکښ توپوهونکی اې بي ډیویلیرز په ای پي ایل لوبه کې کارنامه وکړه او پنځه زره منډې يې پوره کړې، چې په دې برخه کې شپږم توپوهونکی شو.

اې بي ډیویلیرز چې ای پي ایل کې د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې د ډیلي کاپيټلز پر وړاندې زبردسته لوبه ترسره کړه او د پنځه زره منډو هدف يې هم پوره کړ.

نوموړي په نننۍ لوبه کې د د ۵ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ په ۴۲ توپونو ۷۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. له دې سره نوموړي د ای پي ایل په ۱۷۵ لوبو کې ۵۰۵۳ منډې وکړې.

نوموړی شپږم لوبغاړی دی چې ای پی ایل کې يې زیاتې منډې ترلاسه کړې دي، همدا راز نوموړي ۳ سلیزې او ۴۰ پنځوسیزې هم وهلي دي چې یوه لوبه کې يې ۱۳۳ ناسوځېدلې زیاتې منډې هم کړي دي.

له ډیویلیرز پرته ویراټ کوهلي، سریش راینا، شیکر دهون، روهیت او ډیویډ وارنر هغه توپوهونکي دي چې پنځه زرو څخه زیاتې منډې يې ترلاسه کړي، ویراټ کوهلي خو بیا یوازینی لوبغاړی دی چې له ۶۰۰۰ څخه زیاتې منډې يې کړې دي.

دا هم ولولئ

انګلستان

انګلستان: لوبغاړي دې د لیګونو پر ځای ملي لوبډلې ته لومړیتوب ورکړي

د برېتانيې ځینو رسنیو ادعا کړې ه، چې د انګلستان کرکټ بورډ له لوبغاړو څخه …