کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ د پاکستان سوپر لیګ کې واخیستل شو

رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ د پاکستان سوپر لیګ کې واخیستل شو

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو د پاتې سیالیو لپاره ټولو لوبډلو د ځینو لوبغاړو د نه شتون له وجې نور لوبغاړي واخیستل، چې له ډلې يې د افغانستان رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ هم بېلا بېلو لوبډلو واخیستل.

د افغانستان ځوان او چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز د ملتان سلطانز لوبډلې واخیست او تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ د کراچۍ کنګز لوبډلې واخیستل.

په نورو لوبغاړو کې د کراچۍ کنګز مارټین، تیسارا پریرا او لیتون داس واخیستل، لاهور قلندرز شکېب الحسن، جیمس فولکنر، جو برنز، کیلم فیرګوسن او سیکو پرسنا واخیستل.

د اسلام اباد یونایټیډ.لوبډلې بیا کولین مونرو، عثمان خواجه او من میلان واخیستل، کوټې ګلیډیټرز بیا انډري رسل او ملتان سلطانز محمود الله، جارج لنډی او اوی مېک واخیستل.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ د جون په ۲۰مه نېټه په کراچۍ کې پیلېږي، ۱۴ لوبې مخکې ترسره شوې وې. راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، قېس احمد او نور احمد لکڼوال بیا مخکې د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي و.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …