کورپاڼه / تجارتي ليګونه / “ای پي ایل کې شریک لوبغاړي دې خپل غم په خپله وکړي”

“ای پي ایل کې شریک لوبغاړي دې خپل غم په خپله وکړي”

په هند کې د کورونا له کنټرول وتلو وروسته اسټرالیا له هند سره هوايي تګ راتګ بند کړی دی، تازه د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي دي، چې ای پي ایل کې د اسټرالیا کوم لوبغاړي چې لوبېږي، هغوی دې خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره په خپله غم وکړي.

د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، چې د هند سره به د دوی هوايي تګ راتګ د مۍ تر ۱۵مې نېټې پورې بند وي.

هغه زیاتوي، چې د هوايي تګ راتګ د بندېز له امله ای پي ایل کې چې د اسټرالیا کوم لوبغاړي لوبېږي، هغوی دې بېرته هېواد ته د راتګ لپاره په خپله بندوبست وکړي.

د دې د لامل په اړه هغه وویل، چې ای پي ایل کې لوبغاړو په شخصي پرېکړه ګډون کړی دی او په خپلو امکاناتو هند ته تللي دي، نو بېرته د راتګ لپاره هم د خپلو امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د یادولو وړ ده چې اسټرالیايي لوبغاړي کریس لین داسټرالیا کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې وه، چې د ای پي ایل له ختمېدو وروسته دې د اسټرالیايي لوبغاړو لپاره د یوې ځانګړې الوتکې بندوبست وشي، تر څو دوی بېرته هېواد ته ستانه شي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …