کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: ډېر زیات ورزش مو ډېر ژر زړوي

څېړنه: ډېر زیات ورزش مو ډېر ژر زړوي

که چېرته غواړئ چې خپل عمر په تېزۍ سره له ډېرېدو وژغورئ، نو له ډېر ورزش کولو څخه ځان وساتئ، دا خبره یو پنځه دیرش کلن ساینسپوه اینډریو ستیل د یوې نوې څېړنې له مخې کړې.

اینډریو ستیل وایي که چېرته غواړئ تر ډېره صحت او پیاوړي اوسئ نو له ډېر ورزش کولو څخه ځان وساتئ او د خپلو غاښونو روغتیا ته پاملرنه وکړئ، له سګریټ څکولو ډډه وکړئ، په برابره اندازه ورزش کول مو د عمر د ډېرېدو عمل ورو کوي او له مختلفو ناروغیو مو ژغوري.

نوموړی هغه کسانو ته چې ټوله ورځ کار کوي مشوره ورکوي چې په ساعت کې دې لږ تر لږه پنځه دقیقې له خپله ځایه پورته شي او که چېرته په ټوله ورځ کې بېخي ورزش نه کوئ نو تر لس دقیقو قدم وهنه مو هم ژوند ته بدلون ورکولی شي.

اینډریو ستیل وایي چې ډېر خوب مو هم روغتیا اغېزمنوي، نو باید د خوب اړوند هم له احتیاط څخه کار واخیستل شي، یعنې په څلرویشت ساعتونو کې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب د روغتیا لپاره ګټور وي.

دغه راز د ډاکتر له لارښوونې پرته درمل مه خورئ، مناسبه او لږ غوندې غذا وخورئ، لمر ته کېنئ، سبزیجات وخورئ، د غوښې خوراک کم کړئ، سزیجات وزن له ډېرېدو څخه ساتي او د غاښونه پاکوالی هم اړین دی ځکه چې د زړه له ناروغیو مو ساتي.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …