کورپاڼه / خبرونه / هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، خو یو مسلمان اوسیدونکي یې داسې کار وکړ چې د ټولو زړونه یې وګټل

هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، خو یو مسلمان اوسیدونکي یې داسې کار وکړ چې د ټولو زړونه یې وګټل

د هند د اترپردیش ایالت یو مسلمان اوسیدونکي شاهنواز خلکو ته د اکسیجن رسونې لپاره خپل موټر او د میرمنې سره زر وپلورل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې شاهنواز له دې وړاندې هم په اړمند کسانو خوراکي توکي ویشل، خو څو ورځې وړاندې کله چې یې د ملګرې میرمن د اکسیجن د کمښت په پایله ژوند له لاسه ور کړه.

ویل کېږي کله چې د شاهنواز د ملګري میرمن مړه شوه، نو له دې وروسته شاهنواز را پاڅیده، خپل موټر او د میرمنې سره زر یې وپلورل او اړمندو کسانو ته د اکسیجن رسونه پیل کړه.

راپورونه له مخې ویل کېږي چې شاهنواز ددې کار لپاره ځینې کسان هم په کار ګومارلي او په دوو ډلو سره یې ویشلي، چې یوه ډله یې د اکسیجن ډبې ډکوي او بله ډله یې پر خلکو ویشي.

د یادولو وړ ده چې د هند حکومت وخت ناوخت پر مسلمانو اوسیدونکو سخت ظلمونه هم کوي، خو په ستونزمنو حالاتو کې یې بیا مسلمان اوسیدونکي ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي، چې اوس یې په همدې لړ کې په جوماتونو کې هم ځای ورکړی دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …