کورپاڼه / روغتيا / په نیم ګرمو اوبو سره د روژې ماتولو حیرانوونکې ګټې

په نیم ګرمو اوبو سره د روژې ماتولو حیرانوونکې ګټې

روغتیایي کارپوهان د نیم ګرمو اوبو استعمال د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼلی او ویلي یې دي چې نیم ګرمې اوبه د روغتیا د ښه والي، د بدن د غړو د فعالیت او له ناروغیو څخه د ژغورلو سبب کېږي.

ویل کېږي چې ګرمې اوبه د زړه شریانونه او په بدن کې موجود د وینې تنګ رګونه آزادوي، چې د وینې دوران ښه والی مومي او د برابر فشار په سبب د بدن غړي په غوره ډول سره فعالیت کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته غواړئ چې د ښې روغتیا او ښکلا درلودونکې وئ نو تر یوې میاشتې په دوامداره توګه ګرمې اوبه استعمال کړئ، نو ترلاسه شوې ګټې به مو حیران کړي او له هغې وروسته به پخپله ګرمې اوبه استعمالوئ.

دغه راز دوی لارښوونه کړې چې د روژې په میاشت کې دې له غوړو خوراکي توکو او له ډېر خوراک څخه ډډه وشي او په روژه ماتي کې دې په ګرمو اوبو سره روژه ماته شي نو بې شمېره ګټې به ترلاسه کړي.

ویل کېږي که چېرته په روژه ماتي کې روژه په ګرمو اوبو سره ماته شي نو د وزن له کمښت څخه نېولې د زړه، سږو او ګردو په روغتیا او د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لوبوي، د تازه والي او انرژۍ احساس ورکوي او طبیعت خرابېدل ورکوي.

دغه راز د بدن غړي ورسره فعالېږي، زهرجن توکي خارجوي، هضم ښه کوي، قبض له منځه وړي، د لوږې احساس له منځه وړي، میتابولیزم تېزوي، د وازدې حجرې ماتوي، د عضلو فشار کموي، ذهني او عصبي فشار ختموي او که چېرته لېمو هم ورسره وي نو د زهرجنو موادو ایستلو عمل تېزوي او انسان د تازه والي احساس کوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د قهوې د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیایي کارپوهان د قهوې استعمال په هر حال کې ګټور ګڼي او د روژې په …