کورپاڼه / هنر او کلتور / بابیل خان: پلار مې (عرفان خان) له مرګ څخه دمخه خبر کړی وم

بابیل خان: پلار مې (عرفان خان) له مرګ څخه دمخه خبر کړی وم

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند مرحوم عرفان خان چې تېر کال ومړ، اوس یې مشر زوی بابیل خان په اړه وایي چې له مړینې درې ورځې وړاندې یې د خپل مرګ په اړه خبر ورکړی و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د عرفان خان مشر زوی بابیل خان پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي: ((زما پلار له مړینې دوه یا درې ورځې وړاندې زه ورسره په روغتون کې وم او حالت یې ورو په ورو خرابېدو.))

بابیل وایي چې: ((دا وخت مې پلار ماته راوکتل، موسکی او و یې ویل چې زه مړ کېږم)) نوموړی وایي: ((کله چې یې دا راته وویل، ما ورته وویل چې نه په تا هیڅ هم نه کېږي، له دې وروسته مې پلار ماته راوکتل، موسکی شو او ویده شو.))

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د عرفان زوی بابیل خان د خپل پلار خاطرې په ټولنیزو رسنیو نه شریکولې او علت یې دا څرګند کړ چې ناپوهه خلک ورته پیغام ورلېږي چې د پلار یادونه د خپلو ګټو لپاره استعمالوي چې دا خبره یې سخت ځوروي.

د یادولو وړ ده چې عرفان تېر کال د اپریل په نهه ویشتمه نیټه د کولون د ناروغۍ په سبب په درې پنځوس کلنې ومړ او د کورنۍ په غړو کې یې یوه میرمن او دوه زامن ایان او بابیل خان شامل دي.

د عرفان خان له مړینې وروسته د نوموړې میرمن او زوی یې بابیل خان وخت ناوخت ددې ښې خاطرې شریکوي او په همدې ډول نه یوازې دا چې د عرفان خان مینوال د خوښۍ احساس کوي، بلکې نوموړي ته دعاګانې هم کوي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …