کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ای پي ايل: حېدراباد به د چینای مخکښه لوبډله ماته کړای شي؟

ای پي ايل: حېدراباد به د چینای مخکښه لوبډله ماته کړای شي؟

نن په ای پي ایل کې سنرایزرز حېدراباد له چینای سوپر کنګز لوبډلې سره مخ کېږي، چې دا لوبه په ډیلي کې د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي.

چینای تراوسه په روان لیګ کې ډېره ښه روانه ده چې په ۵ لوبو کې يې ۴ بریاوې خپلې کړې دي او په جدول کې په دویم مقام کې قرار لري.

خو حېدراباد بیا ډېره کمزورې روانه ده چې په ۵ لوبو کې يې یوازې ۱ لوبه کې بریا خپله کړې ده او په جدول کې هم تر ټولو اخره لوبډله ده.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د لوبو خبره وشي، نو یوه لوبه کې حېدراباد د ۷ منډو او بله کې چینای د ۲۰ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه.

احتمالي لوبډلې:

چینای سوپر کنګز: روټوراج ګایکواړ، فاف ډوپلیسي، سریش راینا، امباتي رایډو، مهیندر سینګ دهوني (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، رویندرا جډیجا، سامدکران، ډواین براوو، عمران طاهر، شردل ټاکر او دیپک چاهار.

سنرایزرز حېدراباد: ډیویډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بیریسټو، کین ویلیمسن، منیش پانډی، کیدار جادو، ویجی شنکر، ابیشیک شرما، راشد خان، جګادیشا سوچیت، خلیل احمد او سدهارت کول.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …