کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ چيرمېن د بدلېدو اوازې بې بنسټه دي
فرهان يوسفزی

د کرکټ بورډ چيرمېن د بدلېدو اوازې بې بنسټه دي

خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا اوازې خپرې شوې دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى له دندې ګوښه شوى دى او په ځاى يې بل يو کس مقرر شوى دى.

خو دغه ټولې اوازې بې اساسه او بې بنسټه دي. د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزي په خپله فېسبوکپاڼه باندې ليکلي دي، چې د کرکټ بورډ د عمومي رييس بدلېدو اوازې هيڅ صداقت نه لري.

نوموړى همدا راز په خپل پوسټ کې ليکي، چې په ټولنيزو رسنيو کې هغه اوازې، چې ګوا کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى له دندې ليرې شوى يا يې هم استعفا ورکړې او پر ځاى يې بل عمومي رييس ټاکل شوى دى، بې بنسټه دي او هېڅ صداقت نه لري.

د يادولو ده چې په ټولنيزو رسنيو کې له پرون راهيسې داسې اوازې خپرېږي، چې ګوا کې اوسنى چيرمېن فرهان يوسفزى غواړي چې له کرکټ بورډ نه استعفا ورکړي او ارګ د يو بل کس په لټه کې دى، چې د کرکټ بورډ مشر يې وټاکي.

ځينو کسانو خو ان تر دې پورې اوازې خپرې کړې دي، چې د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن عاطف مشعل او يا هم عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ چيرمېن بيا ټاکل کېږي، خو ډېرى خلکو بيا د خپلو خپلو خلکو کسانو نومونه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي او له ولسمشر غني يې غوښتنه کړې ده، چې دغه کسان دې کرکټ بورډ ته د مشر په حېث وټاکي.

خو دغه ټولې اوازې بې اساسه او بې بنسټه دي او هېڅ صداقت نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …