کورپاڼه / روغتيا / هغه ماشومان چې د مور شېدې خوري، د نورو په پرتله هوښیار وي

هغه ماشومان چې د مور شېدې خوري، د نورو په پرتله هوښیار وي

د مور د شېدو حیرانوونکې دومره ډېرې دي چې شاید په اړه ډېر څه ولیکل شي، چې اوس په همدې لړ کې معلومه شوې، هغه ماشومان چې د مور په شېدو سره ژوند کوي د نورو په پرتله هوښیار وي، ځکه چې عصبي وړتیا یې ډېرېږي.

د روچیسټر د پوهنتون طبي مرکز او ډیل مونټي انسټیټیوټ ساینسپوهانو په شریکه د نهو او لسو ورځو زرګونه ماشومان تر څېړنې لاندې ونېول او کله چې له هغه ماشومانو سره موازنه وشوه چې د مور شېدې یې نه خوړې، نو پایلې یې ډېرې ښې وې.

ډاکتر ډینیل ایډن لوپیز وایي چې د مور د شېدو مثبتې پایلې په څو میاشتو کې دننه څرګندېږي. دغه راز څېړونکی هیلي مارټین وایي که چېرته میندې خپلو بچیو ته شېدې ورکړي نو دواړو ته ګټور تمامېږي.

ویل کېږي چې د څېړنې پرمهال یې نهه زره ماشومان تر څېړنې لاندې نېولي ول او شېدو خوړونکو او نه خوړونکو د عصبي وړتیا معاینه یې ترسره کړه او دا یې هم معلومه کړه چې ماشوم تر څومره مودې پورې شېدې وڅښي نو دغه ګټې ورڅخه ترلاسه کېږي.

له پایلو معلومه شوه هغه ماشومان چې تر دولسو میاشتو یې شېدې خوړلې له نورو ډېر ښه ول او هغه چې تر شپږو میاشتو پورې شېدې خوړلې عصبي وړتیا یې کمه وه.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …