کورپاڼه / خبرونه / د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې لوبغاړي ټي ناټاراجن عملیات وشو

د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې لوبغاړي ټي ناټاراجن عملیات وشو

د هند کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي ټي ناټاراجن د زنګون عملیات په کامیابۍ سره وشو، چې نوموړي يې په اړه له مینه والو سره معلومات شریک کړي دي.

ټي ناټاراجن په ای پي ایل کې د حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په لومړیو دوه لوبو کې ولوبېده او له هغه وروسته د زنګانه د خوږ له امله ونه لوبېده.

نوموړي په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یو عکس خپور کړ چې پکې د روغتون په بستر پروت دی او لیکلي يې دي، چې د زنګون عملیات يې په کامیابۍ سره وشو.

ټي ناټاراجن همدا راز د ډاکټرانو او د روغتون د نورو روغتیايي کارمندانو څخه مننه کړې ده چې د هغه پوره یې ساتلی او همدا راز د هند کرکټ بورډ څخه يې هم مننه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل په روان لیګ کې ټي ناټاراجن نور نه شي لوبېدلی، خو له دې وروسته به وکتل شي چې هغه څومره وخت کې پوره ښه کېږي او کله بېرته د هند لوبډلې ته راستنېږي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …