خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز لوبو ته وخت ډېر لږ پاتې دى، چې نن د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په هند کې له رسنيو سره خبرې کړې دي او همدا راز د دغه سياليو ټرافي هم له رسنيو سره شريکه شوې ده.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، ډېر خوښ دى چې له يوې غوره لوبډلې سره لوبې کوي، چې دغه کار به د راتلونکي اسيا جام او ٢٠٢٠ کال شل اوريز جام کې د دوى د چمتوالي په برخه کې ښه رول ولوبوي.
راشد خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې زموږ لوبډله د سترو شپږيزو وړتيا لري، خو زموږ لومړيتوب به له ځېرکتيا سره لوبې کول وي، چې د توپوهونکو سربېره به زموږ توپ اچونکي هم په ډېره ښه توګه خپل مسووليت ترسره کړي.
د ويسټ انډيزۍ لوبډلې لوبډلمشر کېرون پولارډ په وينا د افغانستان لوبډله يوه ځواکمنه لوبډله ده، چې غوره ورو توپ اچونکي يا سپينران لري. هغه وايي، چې موږ هم له بشپړ چمتووالي سره راغلي يو او د افغانستان پر وړاندې مو درې نړيوالو يو ورځنيو، درې نړيوالو شل اوريزو او يوازينۍ ټېسټ لپاره ځانګړى تيارى نيولى دى. نوموړى همدا راز زياتوي، چې زموږ لوبډله هم له وړتياو برخمنه ده.
له رسنيو سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر هم خبرې وکړې او وې ويل چې افغان لوبډله په رښتيا هم ډېر پټ استعدادونه او وړتياوې لري. هغه وايي چې زه به له افغان لوبغاړو سره د هغوى د وړتياوو په ښه کولو کې خپله خواري وکړم.
د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازينۍ ټېسټ سيالي د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې دواړه لوبډلې به د نومبر په ٦مه نېټه د لومړۍ يو ورځنۍ لوبې لپاره مېدان ته کوزې شي.