کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو له توییدو څخه د ژغورلو لپاره هغه عمل چې تاواني تمامېږي

د ویښتانو له توییدو څخه د ژغورلو لپاره هغه عمل چې تاواني تمامېږي

هغه کسان چې د ویښتانو د توییدو له ستونزې سره مخ وي، څو ډوله تېل ورته ورکول کېږي ترڅو د سر پوستکي پرې مالش کړي، خو اوسمهال د پوستکي یو متخصص په حیرانوونکې ډول ددې برعکس خبره کړې.

د (healthshots.com) وېبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې ډاکتر منجول اګروال ویلي چې د ویښتانو د توییدو لپاره په تېلو د سر پوستکی مالش کول د ګټې پرځای تاوان لري او د ویښتانو د توییدو عمل لا تېزوي، نو په داسې حالاتو کې د سر له مالش کولو ځان وساتئ.

نوموړی زیاتوي زموږ د سر پوستکی په ستونزو سره یو لک ویښتان پیدا کوي او هر ویښته د خپلو تېلو د پیدا کولو لپاره میکانیزم لري او دغه تېل د (Sebaceous) په نوم غدې پیدا کوي.

دغه تېل د ویښتانو او د سر د پوستکي لپاره بسنه کوي او پر سر د اضافي تېلو وهل سمه کړنه نه ده ځکه چې له یوه خوا په ویښتانو کې پخه پیدا کوي، چې بیا د ویښتانو د توییدو عمل تېزوي او بل لوري ته د هغه غدو لارې بندوي چې تېل یا غوړ پیدا کوي.

په دې حالت کې ویښتان یو ډول ناروغي پیدا کوي چې (Folliculitis) ورته ویل کېږي، که چېرته دغه میکروب د ویښتانو بېخ ته ورسېږي نو د ویښتانو توییدل پیلېږي، نو هڅه وکړئ چې د سر د پوستکي پرځای ویښتان غوړ کړئ.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …