کورپاڼه / خبرونه / ډیویډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ
ډيويډ وارنر

ډیویډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی ډیویډ وارنر هم په هغه لوبغاړو کې شامل شو چې په شل اوریزو لوبو کې يې لس زره منډې پوره کړې.

ډیویډ وارنر چې اوس مهال په ای پي ایل کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر دی، نن يې د چینای سوپر کنګز پر وړاندې پنځوسیزه ووهله او دا ستر هدف يې هم پوره کړ.

وارنر د چینای پر وړتندې ۵۷ منډې وکړې، چې له دې سره يې په ۳۰۴ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۱۷ منډې هم پوره کړې. د هغه اوسط ۳۷.۸۰ دی او سټرایک رېټ يې ۱۴۰.۸۰ دی.

نوموړي په شل اوریزو لوبو کې ۸ سلیزې او ۸۲ پنځوسیزې هم وهلي دي، په یوه لوبه کې يې بیا ۱۳۵ ناسوځېدلې زیاتې منډې هم کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې د ویسټ انډیز چټک توپوهونکي کریس ګیل کړي دي، نوموړي په ۴۲۲ لوبو کې ۱۳۸۳۹ منډې کړې دي، چې ۲۲ سلیزې او ۸۶ پنځوسیزې يې وهلي دي.

همدا راز د ویسټ انډیز کیرون پولارډ او د پاکستان شعېب ملک دوه هغه نور توپوهونکي دي چې په شل اوریزو لوبو کې يې تر لس زره زیاتې منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …