کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني پاکستان ته پټه سفر کړی؛ خو ارګ رد کړی

ولسمشر غني پاکستان ته پټه سفر کړی؛ خو ارګ رد کړی

د پاکستان یو مشهور خبریال کامران خان ادعا کړې ده، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پټه پاکستان ته سفر کړی او هلته يې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي.

نوموړی ليکي، چې ولسمشر غني څو میاشتې مخکې چکلاله ته راغلی و، چې له جنرال باجوه سره يې اوږده ناسته کړې وه.

کامران خان دا هم لیکلي دي، چې دا لیدنه د ولسمشر غني په غوښتنه شوې وه، خو ارګ بیا د داسې سفر خبره رد کړې ده.


خو د ولسمشر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وايي، چې ولسمشر غني پاکستان ته وروستی سفر په ۲۰۱۹ کال کې د جون په میاشت کې کړی، چې له هغه وروسته يې هېڅ سفر نه دی کړی.

که یو خوا د ولسمشر غني مخالفین له دې امله په هغه نیوکې کوي، نو بل خوا دا هم په یاد ساتل پکار دي، چې پاکستان په منفي تبلیغاتو کې سابقه لري.

دا هم ولولئ

د نن ورځې (چارشنبه) اختر اعلان، د وزیرستان هلال کمېټۍ پر ضد پاکستاني پولیسو ګام پورته کړ

د وزیرستان د رویت هلال کمېټې پرون د میاشت لیدو ۹ شهادتونو ترلاسه کولو وروسته …