کورپاڼه / روغتيا / هغه عادت چې د روژې په مبارکه میاشت کې خطرناک تمامېږي

هغه عادت چې د روژې په مبارکه میاشت کې خطرناک تمامېږي

د روژې په مبارکه میاشت کې ګڼ شمېر کسان د هضم له ستونزو، د لویو کولمې او د خېټې درد، د معدې سوخت او د زړه بدوالي له ستونزو سره مخ کېدلی شي، چې دا ټول د پیشلمي او روژه ماتي د خوړو په سبب کېږي.

له روژه ماتي وروسته د میټایي خوړل په بدن کې د غوړو اندازه دوه برابره کوي، د الرجل مجلې د یو راپور له مخې ویل کېږي چې په اوونۍ کې باید له یو څخه تر دوو ځلو ډېر میټایي ونه خوړل شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د پیشلمي د خوراک پرمهال ډېرې اوبه څښل ګردې مجبوروي چې دوه برابره کار وکړي، تشې متیازې ډېروي او د ورځې پرمهال د تندې احساس زیاتوي او دا هم ویل کېږي چې اوبه باید لږې او ورو ـ ورو وڅښل شي.

دغه راز تازه سلاد هغه څه دي چې بې شمېره ګټې لري او د ویټامینونو او معدني موادو درلودونکې وي، خو ډېر شمېر کسان ورته پاملرنه نه کوي او هغه شیان خوري چې ژر ژر تیار شوي وي.

له روژه ماتي سمدستي وروسته د چای او کافي څښل له خوراک څخه د کلسیم او اوسپنې په جذبولو کې ستونزې راولاړوي، نو له خوراک وروسته تر دوو ساعتونو یې مه استعمالوئ او هغه خوراکي له اړتیا ډېر استعمالول هم د وزن د ډېرېدو سبب کېږي چې ډېر غوړ او نشاسته لري.

له اوږدې روژې نېولو وروسته باید بدن خوراک ته تیار کړو او د روژه ماتي ډوډۍ وخورو، یعنی لومړی خرما وخورئ بیا ښوروا یا سپک خواړه. د روژه ماتي پر وخت د سړو اوبو څښل په کولمو او خېټه کې د وینې برابرونه محدودوي او د خېټې درد او د هضم ستونزې پیدا کوي.

دغه راز ډېر خلک په روژه کې مېوې نه استعمالوې، اچار او نور مساله لرونکي توکي خوري چې دا یې تنده ډېروي او بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي او له روژه ماتي وروسته خوب هم زیانمن وي او د وزن د ډېرېدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …