کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزى: شفيق ستانکزى ځان د کرکټ ټيکيدار بولي، خو وخت يې ختم دى
فرهان يوسفزى او شفيق ستانکزى

فرهان يوسفزى: شفيق ستانکزى ځان د کرکټ ټيکيدار بولي، خو وخت يې ختم دى

خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر په خپله تازه مرکه کې ويلي دي، چې ځينې خلک شته چې هغوى ځانونه د کرکټ ټيکيداران بولي، چې يو يې هم پخوانى اجراييوي مشر شفيق ستانکزى دى، چې اوس يې وخت ختم دى.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نن د ملي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې د هغه لوبغاړو په تړاو خبرې کولې، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په لوبو کې نه و اخيستل شوي. نوموړي وويل چې هغه له ټولو سره ناسته کړې ده او هغوى يې قانع کړي دي. نوموړي همدا راز وويل، چې حشمت الله شهيدي د ويسټ انډيز پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې لوبېږي او همدا راز منير کاکړ بيا په ايمرجينګ لوبډله کې شته.

راشد: زموږ لوبډله د شپږيزو وړتيا لري، پولارډ: موږ هم وړتيا لرو

د کرکټ بورډ چيرمېن د بدلېدو اوازې بې بنسټه دي

اصغر افغان په يو يو ټېسټ کې بريالى شو

د کرکټ بورډ مشر همدا راز وويل، چې مخکې به لوبغاړو خپل فټنس ته پام نه کولو، خو اوس د دوى لپاره تر هر څه فټنس ډېر مهم دى. هغه وايي چې ټول لوبغاړي بايد چې په خپل فټنس باندې کار وکړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې يو شمېر کسان شته چې ځانونه د کرکټ بورډ ټيکيداران بولي، چې يو هم پکې د کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي مشر شفيق ستانکزى هم دى. هغه وايي دا هغه ټيکيداران دي چې له کرکټ بورډ سره يې ډېر خيانت کړى دى.

فرهان يوسفزي همدا راز په خپلو خبرو کې وويل، چې د ټيکيدارۍ وخت نور ختم شوى دى او په وينا يې، چې په راتلونکي کې به هم څوک دې ته پرې نه ږدي. هغه زياتوي، چې په هر حالت کې بايد حق حقدار ته ورکړل شي، که څوک د حق او حقدار پر وړاندې درېږي، نو د کرکټ بورډ قانون به پرې عملي کېږي.

نوموړي د محمد شهزاد په تړاو په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه د کرکټ بورډ له اصولو سرغړونه کړې وه او له همدغې امله د يو کال بندېز سره مخ شو. هغه وايي چې د بندېز ختمېدو سره سم چې بېرته راشي او په خپل فټنس باندې کار وکړي، نو به په ملي لوبډلې کې ځاى پېدا کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …