کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن ولې د ځان وژنې په اړه فکر کاوه؟

امیتاب بچن ولې د ځان وژنې په اړه فکر کاوه؟

د بالیووډ افسانوي اداکار یا هنرمند امیتاب بچن چې په بیګ بایي یعنې مشر ورور باندې هم مشهور دی، د ژوند په یوه مرحله کې یې غوښتل چې ځان وژنه وکړي، دلته پوښتنه داده چې نوموړي وایي غوښتل چې ځان ووژني؟

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې امیتاب بچن د بالیووډ د فلمونو افسانوي ستوری دی او له تېرو پنځو لسیزو پر بالیووډ بادشاهي کوي، خو آیا پوهېدئ چې نوموړي په ۱۹۸۲ کال د اګست په دویمه نیټه بیا ژوند ترلاسه کړ؟

ویل کېږي چې امیتاب بچن د (قلي) فلم د یوې صحنې د ثبت پرمهال له یوې خطرناکې پېښې سره مخ شو چې بیا سمدستي روغتون ته یوړل شو او عملیات یې ترسره شول.

ددې پېښې په سبب ټول هند خپه و او ټولو په یوه خوله د امیتاب بچن د روغتیا لپاره دعاګانې کولې، چې بیا دوه میاشتې وروسته له روغتون څخه رخصت شو او کور ته یوړل شو، خو کیسه تر دې ځای نه وه.

امیتاب بچن ددې پېښې په سبب د سخت ذهني فشار لاندې راغلی و او په دماغو کې یې ډېرو وېروونکو فکرونه ځای نېولی و، تر دې چې د ځان وژنې په اړه یې هم فکر کړی و.

دا هم ولولئ

سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې اختر ولمانځه

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ …