کورپاڼه / هنر او کلتور / لالټېن ماما مړ شو

لالټېن ماما مړ شو

د سپېن هېواد مشهور کومیډین او د ټلویزیوني خپرونه کوربه جان جویا بورجه، چې په پښتنو کې په لالټېن ماما هم ډېر مشهور شو، مړ شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، بورجه د سپېن په ګډون په امریکا او د نړۍ په ډېری هېوادونو کې مشهور و او د هغه کومیډي خپرونې خلکو ډېرې کتلې.

نوموړی په انټرنېټ کې هم ډېر مشهور و، چې د هغه عکسونو او ویډیوګانو باندې میمیز جوړېدل او ویډیوګانې يې خلکو په خپلو ژبو کې د خپلو ټوکو سره ایډیټ کولې.

له تېرو څو کلونو راهیسې بورجه پښتنو هم وپېژنده، چې لسګونه کسانو د هغه د یوې کومیډي خپرونې کلیپونو سره د پښتو دوبله کوله او نوموړی په پښتنو کې د لالټېن ماما په نوم مشهور شو.

د راپورونو په وېنا، بورجه له تېر یو کال راهیسې ناروغ و، چې پرون د ۶۵ کلونو په عمر يې د خپل ژوند پور پرې کړ.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …