کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: د ويسټ انډيز سره د سترو لوبو لپاره چمتو يو
راشد خان ١

راشد خان: د ويسټ انډيز سره د سترو لوبو لپاره چمتو يو

خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپله ټويټر پاڼه په يوه ټويټ کې ويلي دي، چې د ويسټ انډيز سره د سترو سياليو لپاره په بشپړ ډول چمتو يو او د اېکشن لپاره نور انتظار نه شو کولاى.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوازيني ټېسټ سيالۍ د نومبر په ٦مه نېټه پيلېږي، چې نن د يو ورځنيو لوبو ټرافي هم له رسنيو سره شريکه شوه.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او مشر روزونکي لارنس کلوزنر، همدا راز د ويسټ انډيز لوبډلې لوبډلمشر کيرون پولارډ او روزونکي پيل سيمونز نن له رسنيو سره خبرې هم وکړې.

کيرون پولارډ د رسنيزې ناستې پر مهال د افغان لوبډلې او راشد خان ستاينه هم وکړه او وې ويل چې افغان لوبډله يوه پياوړې او ځواکمنه لوبډله ده، چې مخکښ توپ اچونکى راشد خان يې لوبډلمشري کوي. هغه وويل چې راشد خان د نړۍ يو بهترين توپ اچوونکى دى. نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان پر وړاندې د لوبو لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.

بل لوري ته راشد خان هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې ويسټ انډيز پياوړې لوبډله ده او د دوى سره په لوبو ترسره کولو به د راتلونکي اسيايي جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره هم دوى لا ښه شي.

خو له دغه خبري ناستې وروسته راشد خان په خپل ټويټر کې هم د راتلونکو لوبو په تړاو پوسټ کړى دى او وايي چې د ويسټ انډيز پر وړاندې د سترو سياليو لپاره هر څه بشپړ شوي دي او نور انتظار ترې نه کېږي.

د يادولو ده چې د افغانستان په کوربه توب دغه لوبې د هند په لکنو ښار ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د نومبر په شپږمه نېټه به پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …