کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کوانټين ډي کوک د ممبۍ انډینز لوبډله بریالۍ کړه

کوانټين ډي کوک د ممبۍ انډینز لوبډله بریالۍ کړه

د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره کوانټین ډي کوک ښه توپوهنه ترسره کړه او د راجستان رایلز پر وړاندې يې د ۷ ویکټو په توپیر بريا ورپه برخه کړه.

د ای پي ایل ۲۴مه لوبه د راجستان رایلز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ممبۍ د پچې له ګټلو وروسته راجستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې سنجو سمسون ۴۲، جاس بټلر ۴۱، شیوام ډوبی ۳۵ او یشسوي جېسوال ۳۲ منډې وکړې. د ممبۍ له خوا راهول چاهار ۲، ټرینټ بولټ او جسپریت بومرا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۲ منډو هدف د ممبۍ انډینز لوبډلې په ۱۸.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د ۷ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه. د دوی لپاره کوانټین ډي کوک ۷۰ ناسوځېدلې او کرونال پانډیا ۳۹ منډې وکړې. د راجستان له خوا کریس موریس ۲ او مسفیظ الرحمان ۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کوانټين ډي کوک ته ورکړل شوه. یاده دې وي چې د ممبۍ انډینز دا په شپږمه لوبه کې دریمه بریا ، راجستان بیا دوه لوبې ګټلې دي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …