کورپاڼه / خبرونه / انډري رسل په ۳۳مه کلیزه ۶۰۰۰ منډې پوره کړې

انډري رسل په ۳۳مه کلیزه ۶۰۰۰ منډې پوره کړې

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي انډري رسل نن ۳۳مه کلیزه ده او هم نن نوموړي په شل اوریزو لوبو کې ۶۰۰۰ منډې هم پوره کړې.

انډري رسل چې یو چټک تويوهونکی دی، په ای پي ایل کې د کلکته نایت رایډرز لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې په شل اوریزو لوبو کې شپږ زره منډې وکړې.

نوموړي نن د ډیلي کاپیټلز پر وړاندې د ۴ شپږیزو او ۲ شپږیزو په مټ په ۲۷ توپونو ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او ۶۰۰۰ منډې يې هم پوره کړې.

نوموړي په ۳۵۵ شل اوریزو لوبو کې ۶۰۳۶ منډې وکړې، چې ۱۲۱ ناسوځېدلې يې په یوه لوبه کې زیاتې منډې دي. هغه ۲ سلیزې او ۲۳ پنځوسیزې هم وهلي دي او په توپ اچونه کې يې ۳۱۵ ویکټې هم اخیستي دي.

د یادولو وړ ده چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې هم ویسټ انډيزي کریس ګیل ترلاسه کړي چې له ۱۳ زرو څخه زیاتې منډې يې کړې دي، همدا راز کیرون پولارډ، شعېب ملک او ډیویډ وارنر بیا له لس زرو څخه زیاتې منډې کړي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …