کورپاڼه / جالب / له خپلې وظیفې سره له حده زیاته مینه، سړي په خپل زوی د خپلې ادارې نوم کېښود

له خپلې وظیفې سره له حده زیاته مینه، سړي په خپل زوی د خپلې ادارې نوم کېښود

د خپلې دندې یا وظیفې سره مینه کوونکي ډېر خلک په نړۍ کې شته، خو نن د یو داسې کس په اړه معلومات درکوو، چې د خپلې دندې سره د ډېرې مینې له امله يې په خپل زوی هم د خپل دفتر یا ادارې نوم ایښی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، په اندونېزیا کې د سمیت واهیودي په نوم یو کس له واده مخکې پرېکړه کړې وه، چې که زوی يې وشي، نو د خپل دفتر نوم به پرې ږدي.

له واده مخکې هغه دا خبره له خپلې کوژدنې سره هم شریکه کړې وه، چې هغې هم ورسره منلې وه، خو له واده وروسته يې لومړی لور وزېږېده، چې یو عام نوم يې پرې کېښود، خو تېر کال يې بیا زوی پېدا شو، چې د خپلې ادارې نوم “سټیټسټیکل انفارمېشن کمیونیکیشن افس” پرې کېښود.

د ماشوم د نوم په اړه يې پلار وویل، چې په ۲۰۰۳ کال کې يې په بریس ښار کې په دغه اداره کې کار پیل کړی او تراوسه پکې دنده ترسره کوي، دا ځای زما لپاره د دویم کور په څېر دی او غواړم چې له ما وروسته مې زوی هم په همدې ځای کې پاتې شي.

سمیت وايي، چې موږ په دې پوهېږو چې د زوی پوره نوم سټیټسټیکل انفارمېشن کمیونیکیشن افس به خلکو ته ویل او یادول سخت وي، نو ځکه هغه ته موږ د “ډنکو” نوم ورکړی، چې اسانه وي.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …