کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پریتوي شاو زبردسته توپوهنه، ډیلي له کلکتې نه لوبه وګټله

د پریتوي شاو زبردسته توپوهنه، ډیلي له کلکتې نه لوبه وګټله

د ډیلي کاپیټلز لپاره پریتوي شاو زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې يې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

د ای پي ایل ۲۵مه لوبه د ډیلي کاپیټلز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه، چې ډیلي د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

کلکته نایټ رایډرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې انډري رسل ۴۵ ناسوځېدلې او شوبمن ګیل ۴۳ منډې وکړې. د ډیلي له خوا اکشر پټیل او للیت یادو ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۵ منډو هدف د ډیلي کاپیټلز لوبډلې په ۱۶.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

د ډیلي لپاره پریتوي شاو زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې په ۴۱ توپونو يې ۸۲ منډې وکړې او شیکر دهون ۴۶ منډې ترلاسه کړې. د کلکتې له خوا پاټ کومنز ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه پريتوي شاو ترلاسه کړه. د نننۍ بریا سره ډیلي په ۷ لوبو کې ۵ لوبې وګټلې او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله شوه، کلکتې بیا په ۷ لوبو کې ۲ لوبې ګټلي دي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …