کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او ګلبدین نایب هم د هند په ټویټونه وکړل

راشد خان او ګلبدین نایب هم د هند په ټویټونه وکړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان او پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب هم د هند په اړه ټویټونه کړي دي.

هند چې د کورونا دویمه څپه پکې له کنټروله وتلې ده، په ډېر بد وضعیت کې دی، ځکه هره ورځ پکې سلګونه زره خلک په کورونا اخته کېږي، چې د هند روغتیايي سیسټم يې نه شي کنټرولی.

په دې سخت وخت کې افغانانو هم د هند په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کړی او له دې بد وضعیت څخه د وتلو لپاره يې ورته دعا کړې.

په دې لړ کې راشد خان هم هغه ویډیو خپره کړې چې د موبي ګروپ له خوا جوړه شوې ده او د هند سره د درېدو او د هند د دې بد وضعیت څخه د راوتلو د ډاډ په اړه پکې خبرې شوې دي.

راشد خان همدا راز له خلکو نه غوښتنه کړې ده چې ځانونه په کورونو کې خوندي وساتئ، ماسک استعمال کړئ ا ټولیز واټن وساتئ.


همدا راز ګلبدین نایب هم یاده ویډیو په ټویټر کې خپره کړې ده او لیکلي يې دي چې په دې سخت وخت کې د هند سره ولاړ یو.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …