کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډیلي کاپیټلز انډري رسل ته: ډېر شاټونه مه وهه، همدا به زموږ ډالۍ وي

ډیلي کاپیټلز انډري رسل ته: ډېر شاټونه مه وهه، همدا به زموږ ډالۍ وي

د ویسټ انډیز چټک توپوهونکیړاو الراونډر لوبغاړی انډري رسل چې پرون يې ۳۳مه کلیزه وه، ډیلي کاپیټلز لوبډلې يې په اړه یو جالب ټویټ کړی دی.

انډري رسل په ای پي ایل کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره لوبېږي او پرون کلکتې د ډیلي کاپیټلز لوبډلې سره لوبه هم وکړه.

خو د یادې لوبې نه مخکې د ډیلي کاپیټلز د ټویټر څخه د انډري رسل په اړه یو ټویټ وشو چې هغه ته پکې د کلیزې مبارکي ورکړل شوه او همدا راز ورته لیکل شوي و، چې ډېرې مه وهه، همدا به موږ خپله ډالۍ وګڼو.

دا ټویټ د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له خوا هم ریټویټ شوی و او همدا راز په ټویټر کې پرې ډېرو خلکو جالبې تبصرې هم وکړې.


د یادولو وړ ده چې انډري رسل پرون د ډیلي کاپیټلز پر وړاندې ۴۵ منډې وکړې او شل اوریزو لوبو کې يې ۶۰۰۰ منډې هم پوره کړې، خو لوبه کې ډیلي کاپیټلز بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …