کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړی فخر زمان په خپل کلي کې جومات جوړوي

د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړی فخر زمان په خپل کلي کې جومات جوړوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی فخر زمان په خپل کلي کې په خپله ځمکه او خپل مصارف جومات جوړوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي هغه عکسونه هم لاس په لاس کېږي، چې فخر زمان کې د جومات د جوړېدو چارې پیلوي.

فخر زمان د خېبر پښتونخوا د کاټلنګ اوسېدونکی دی، چې هلته د چیچاړ په نوم کلي کې اوسېږي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې يې د جومات د جوړولو دا چاره پیل کړې ده.

د پاکستان ملي لوبډلې دا مخکښ توپوهونکی په دې وروستیو کې د سویلي افریقا او زمبابوې پر وړاندې په لوبو کې شامل و، چې د سویلي افریقا پر وړاندې ښه وځلېده، خو د زمبابوې پر وړاندې يې منډې جوړې نه کړې.

چپ لاسي پیلیز توپوهونکي فخر زمان پاکستان ته په ډېرو لوبو کې بریا ورپه برخه کړې ده او ډېر نړیوال ریکارډونه يې هم په خپل نوم کړي دي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …