کورپاڼه / خبرونه / د هند مخکښ توپوهونکی روهیت شرما ۳۴ کلن شو، په اړه يې دلته ولولئ
روهيت شرما

د هند مخکښ توپوهونکی روهیت شرما ۳۴ کلن شو، په اړه يې دلته ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې د ټاپ ارډر مخکښ توپوهونکی روهیت شرما نن ۳۴ کلن شو، چې نوموړی په ۱۹۸۷ کال کې د اپریل په ۳۰مه نېټه د مهاراشټر په ناګپور کې زېږېدلی و.

روهیت شرما چې په ۲۰۰۷ کال کې يې د هند لپاره لوبې پیل کړي دي، ډېر ځلېدلی او ډېر ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړي دي.

نوموړي په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۳ غبرګې سلیزې، نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴ سلیزې او په یو نړیوال جام کې يې ۵ سلیزې وهلي دي، چې دا ټول ریکارډونه د ده په نوم دي.

روهیت شرما په ای پي ایل کې هم تر ټولو مخکښ لوبډلمشر دی، هغهدچې د ممبۍ انډینز لوبډلې لوبډلمشر دی، ۶ ځل يې د ای پي ایل اتلولي خپله کړې ده.

نوموړي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ۱۷۷ منډې کړې او همدا راز د یوې ټېسټ لوبو په دواړه پاڼیو کې يې هم سلیزې وهلي دي. یوازینی توپوهونکی دی چې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په یوه لوبلړۍ کې يې زیاتې پنځه سلیزې وهلي دي.

روهیت شرما دریم توپوهونکی دی چې یو ورځنیو لوبو کې يې چټکې ۹۰۰۰ منډې په ۲۱۷ لوبو کې پوره مړي، دریم توپوهونکی دی چې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يې زیاتې ۲۸۶۴ منډې کړې دي.

روهیت شرما د هند لپاره ۳۸ ټېسټ، ۲۲۷ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۱۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، چې په ټولو لوبو کې يې ۱۴۶۸۴ منډې ترلاسه کړې دي، ۴۰ سلیزې يې وهلي او ۷۷ پنځوسیزې يې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

په مسجد الحرام کې به د اختر لمونځ لپاره ځانګړې اجازت نامې صادرې شي

لکه څنګه چې نن د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده او سبا ورځ …