کورپاڼه / جالب / یو شخص له پنځه کلنۍ تر پنځوس کلنۍ پورې ډېر په زړه پوری شوق پاللی او ریکارډ یې جوړ کړی

یو شخص له پنځه کلنۍ تر پنځوس کلنۍ پورې ډېر په زړه پوری شوق پاللی او ریکارډ یې جوړ کړی

په فلیپین کې یو پنځه کلن ماشوم هغه وخت په جامو کې نه ځاییده، کله چې په لومړي ځل ورته په ریستورانت کې چا لانځکه په ډالۍ کې ورکړه او دا خوښي دومره ډېره وه چې د لانځکو یا د لوبو شیانو ټولول یې لومړنی شوق وګرځیده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د غه فلیپیني شخص د خپل په زړه پورې شوق یا مینې په سبب له بېلابېلو ریستوراتونو د پنځه څلویښت کلونو په موده کې شل زره لانځکې یا د لوبو شیان راټولې کړي او ریکارډ یې جوړ کړي.

دغه فلیپیني شخص پرسیول لوګ نومېږي، مسلک کې ګرافیکي هنر دی او په ریستورانتونو کې هغه د لوبو شیان یا لانځکې راټول کېږي چې په دې ډول د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو کې یې خپل نوم ولیکه.

نوموړي دغه ریکارډ په ۲۰۱۴ کال جوړ کړی و چې اوس یې شمېر له شلو زرو هم ډېر شوی او پخپله د پرسیول عمر هم له پنځوسو کلونو اوښتی او دغه شوق یې په پنځه کلنۍ کې پیل کړ.

کله چې یې په لومړي ځل لانځکه ترلاسه کړه نو ډېر خوشحاله شو او په ریستورانتونو کې خوراک پیل کړ او ډالۍ ټولول یې پیل کړل. پرسیول درې چته کور لري چې یوه کوټه یې له لانځکو ډکه کړې او وخت ناوخت ورسره لوبې کوي.

نوموړی په دې اړه په زړه پورې څرګندونې کړي او ویلي دي چې هره لانځکه ورته د کیسه لیکوونکي په څېر کیسه کوي او هغه وخت ور یادوي چې اخیستې وې او ترڅنګ یې ځینې پېښې هم ور پورې تړلي دي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …