کورپاڼه / جالب / هغه روبوټ کې په هرو اوو (۷) ثانیو کې یوه ـ یوه مڼه راټولوي

هغه روبوټ کې په هرو اوو (۷) ثانیو کې یوه ـ یوه مڼه راټولوي

کورونا وایروس په ټوله نړۍ کې داسې حالت رامنځته کړی چې په بڼونو یا باغونو کې د مېوو راټولولو لپاره کار کوونکي هم نه پیدا کېږي، په ځانګړې توګه نیوزیلینډ، کاناډا او استرالیا کې د آلوبالو، کیوي او مڼو د راټولولو لپاره له نورو هیوادونو کار کوونکي غواړي خو اوسمهال یې دغه ستونزه یو روبوټ حل کړې.

دغه روبوټ په اوو ثانیو کې یوه مڼه له ونې شکوي یا جدا کوي او خرابوي یې هم نه او دغه روبوټ د استرالیایي ساینسپوهانو لخوا د ځواکمنو کامرو او د ژورې زده کړې د الګوریتم په مرسته جوړ شوی، چې په وینه کې مېوه پېژني او او روبوټ ته لارښوونه کوي چې مېوه له کوم ځایه راوشکوي.

د کورونا په سبب په استرالیا کې د فصلونو او باغونو لپاره کار کوونکي بېخي کم دي، همدا سبب دی چې په فصلونو، بوټو او مېوو باندې د ډورن په مرسته درمل شیندل کېږي او ددې سربېره د آلوبالو په څېر د نازکو مېوو لپاره هم روبوټ جوړ شوی.

د روبوټ ترټولو مهم سیستم د مېوو راټولول یا پرې کول دي چې د هوا په مرسته کار کوي، چې څلور ګوتې او هوا کشونکي پمپ لري، چې مېوه نیسي او ځانته یې نږدې کوي او په ګوتو کې کلک نیسي، چې په ۸۵ سلنه حالاتو کې په سم ډول مڼه پرې کولي را شکوي یې.

څېړونکي وایي چې دغه روبوټ د څلور فوټه فاصلې سره ۹۰ سلنه مېوې پېژنې او ټول سیستم په هر ډول موسم کې تر ۲۰۰ ملي ثانیو پورې مڼه پېژني، چې سږکال به یې په باغونو کې تجربه کړي او د روبوټ له لورې د مېوې د خرابولو کچه له شپږ سلنو هم لږه ده.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …