کورپاڼه / جالب / په کیلیفورنیا کې مرغیو یا الوتونکو پر یو کور حمله ور وړې+ ویډیو

په کیلیفورنیا کې مرغیو یا الوتونکو پر یو کور حمله ور وړې+ ویډیو

په امریکا کې یوه کورنۍ هغه وخت د حیرانۍ او وېرې ښکار شوه، کله چې یې کور ته مرغیو یا الوتونکو راتلل پیل کړل او کله چې د کور دروازې بندې شوې، نو په هغه لار کور ته ور دننه شوې چې کور ته پرې رڼا داخلېږي او ددې کور غړو تر ۸۰۰ پورې مرغۍ وشمېرلې.

د کیلیفورنیا د ټورنس اوسیدونکې میرمن کیري وایي، چې د مرغیو راتګ د اپریل په یوویشتمه نیټه پیل شول او د شپې له لورې د کړکۍ له لارې کور ته دننه کېدې او دې حالت ته په کتو د (دی برډز) فلم وریاد شو.

په ویډیو کې لیکل کېږي چې ګڼ شمېر مرغۍ د کور په بام راټولې شوې وي او د بام له لارې کور ته داخلېږي او له وروسته لېدل کېږي چې د کور پر کړکیو راټولې وي.

له دې وروسته میرمنې پولیسو ته خبر ورکړ او د اړوند ادارې په مرسته یې د کور دروازې او کړکۍ پرانیستې پرېښودې، خو بیا یې هم ګټه ونه کړه او ټولو کوټو او تشنابونو ته خورې شوې، چې له دې وروسته د کورنۍ غړو خولۍ لرونکی جاکټ او ماسک واچاوه ترڅو خوندي پاتې شي.

کله چې مرغۍ له کور نه وتې، نو یاده کورنۍ اړ شوه چې په هوټل کې شپه وکړي او له دې وروسته د اړوند ادارې کار کوونکو مرغۍ له کور وویستې خو په سبا بیا راغلې، چې بیا یې د کور په شاتنۍ لاره وویستلې.

دا هم ولولئ

شخړه

سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو

په هند کې د یو سړي سپي ته ګاونډیانو سپی ويلي، چې د سپي مالک …