کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پنجاب کنګز، رایلز چېلنجر بېنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې وکړه

پنجاب کنګز، رایلز چېلنجر بېنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې وکړه

پنجاب کنګز لوبډلې د یوې ښې توپ اچونې وروسته رایلز چېلنجر بېنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې وکړه.

د هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۲۶مه لوبه د د پنجاب کنګز او رایلز چېنلنجر بېنګلور ترمنځ ترسره شوه، چې بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د کلکتې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې راهول ۹۱ ناسوځېدلې، ګریس ګیل ۴۶ او هرپریت برر ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د رایلز چېنلنجر بېنګلور له خوا په توپ اچونه کیلي جیمیسن دو، ډینیل سمس، شهباز احمد او یزویندرا چاهل یوه ـ یوه ویکټ واخیستې.

بېنګلور د ۱۸۰ په تعقیب د ۸ لوبغاړو په ۱۴۵ منډې جوړې او لوبه یې د ۳۴ منډو په توپیر سره وبایلله، چې له لورې ویرات کوهلي ۳۵، راجت پتیدار ۳۱ او هرشل پټیل ۳۱ منډې وکړې.

د پنجاب له لورې په توپ اچونه کې هرپریت برر درې، روی بشنوی ۲، محمد شامي، ریلي میرتا او کریس جورډن یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې سبا ورځ به د ای پي ایل ۲۷مه لوبه د چینای سوپر کنګز او ممبۍ انډینز ترمنځ د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې ترسره شي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …