کورپاڼه / اسلام / حضرت عمر رضي الله عنه او د هغه د غلام د مال ذخیره

حضرت عمر رضي الله عنه او د هغه د غلام د مال ذخیره

یوه ورځ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت پرمهال جومات ته د تګ لپاره له کوره ووت نو په لار کې ځای، ځای غله ولیده او پوښتنه یې وکړه، چې دا غله څه ډوله ده؟ خلکو ورته وویل چې دا راوړل شوې ده.

حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل، الله تعالی دې په دې کې برکت واچوي او پر هغه چا دې هم برکت نازل کړي چې دا یې راوړې، خلکو وویل، ای مسلمانانو مشره! چې دا خو ذخیره شوی مال دی. عمر رضي الله عنه وپوښتل چې دا چا ذخیره کړی دی؟

خلکو وویل، چې د حضرت عثمان غني رضي الله غلام فروخ او ستا فلاني غلام، عمر رضي الله عنه دواړه راوغوښتل او ورته وویل، تاسې د مسلمانانو خوراکي اړتیاوې ولې ذخیره کړي دي؟ هغوی ورته وویل چې د مسلمانانو مشره موږ پخپلو پیسو پیر او پلور کوو، نو باید اختیار ولرو.

عمر رضي الله عنه ورته وویل چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، څوک چې د مسلمانانو خوراکي اړتیاوې ذخیره کوي، الله تعالی پر هغوی غریبي او د جذام ناروغي راولي.

فروخ چې دا واورېدل نو ویې ویل چې زه له الله تعالی او تاسره وعده کوم چې بیابه داسې نه کوم، خو د حضرت عمر رضي الله عنه غلام پخپله خبره ولاړ و او ویل یې چې موږ یې پخپلو پیسو پیرو او پلورو. ابو یحیی وایي کله چې بیا زه ورسره مخ شوم د جذام په ناروغۍ اخته شوی و.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …