کورپاڼه / جالب / هغه ښځې چې د لور په واده کې یې نیم بربنډه جامې اغوستې وي، ګرانې ورته تمامې شوې

هغه ښځې چې د لور په واده کې یې نیم بربنډه جامې اغوستې وي، ګرانې ورته تمامې شوې

په امریکا کې یوې ښځې چې د خپلې لور په واده کې یې نیم بربنډه جامې اغوستې وي، ګرانې ورته تمامې شوې او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو تر نېوکو لاندې راغله.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دې ښځې په ټولنیزه رسنۍ خپل عکس خپور کړی او په سرلیک کې ورته لیکلي چې زه یوه روایت پاله یا کلیواله مور نه یم، زه یو سمارټ مور یم.

دې ښځې فکر کاوه چې ځه خو پر ټولنیزو رسنیو به یې خلک ستاینه وکړي او په جامو به یې ښې تبصرې وکړي، خو خبره سر چپه شوه او خلکو ورته بدې خبرې پیل کړې.

دې ښځې چې د پرانګ په څېر لباس یې اغوستی و او پښې پکې بربنډې وې، یو کس ورته لیکلي: ((تاسې څه ډول مور یئ چې د لور په واده مو داسې نیم بربنډه جامې اغوستي او د خلکو پام مو ځانته اړولی.))

یو بل شخص ورته لیکلي دي چې: ((ته ددې وږې یې چې د خلکو پام ځانته راړوې، د لور د خوشحالۍ فکر هم درسره نشته.)) بل کس بیا ورته لیکلي دي: ((د جامو ډیزاین د ځناورو دي او د ښځې حرکت هم د ځناورو دی.))

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …