خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): د بنګله دېش لوبډلې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې د هند لوبډله په خپل کور کې ماته او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د هند په سفر ده، چې په دغه هېواد کې د هند له لوبډلې سره درې شل اوريزې او دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کوي.
د شل اوريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هندۍ لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دون ٤١، ريشاب پانټ ٢٧ او شرياس اير ٢٢ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د بنګله دېش له لوري شفيع السلام ٢ او امين السلام هم ٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٤٩ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په ١٩.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې ١٥٤ منډې يې وکړې او په ٧ ويکټو يې له هندۍ لوبډلې څخه لوبه وګټله.
د بنګله دېش له لوري مشفيق الرحيم ٦٠ ناسوځېدلې، سوميه سرکار ٣٩ او محمد نايم ٢٦ منډې ترلاسه کړې. د هند له لوري بيا ديپک چاهار خليل احمد او يوژيندرا چاهل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مشفيق الرحيم ترلاسه کړه، چې د بنګله دېش په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.
د يادولو ده چې بنګله دېش به له هند سره خپله دويمه شل اوريزه لوبه د نومبر په ٧مه نېټه ترسره کوي.
د بنګله دېش او هند ترمنځ ياده لوبه د شل اوريزو لوبو په لړۍ کې ١٠٠٠مه لوبه وه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او بنګله دېش د شل اوريزو په ١٠٠٠مه لوبه کې بريا په خپل نوم کړه.