کورپاڼه / هنر او کلتور / د لیډي ګاګا د سپیو د غلا په تور پنځه کسان نېول شوي

د لیډي ګاګا د سپیو د غلا په تور پنځه کسان نېول شوي

د امریکا د مشهورې سندرغاړې لیډي ګاګا د دوو سپیو د غلا په قضیه کې بې شمېره کسان نېول شوي او له ډېرو پوښتنې ګروېږنې شوي دي، خو اوسمهال په رسمي ډول پنځه تنه نېول شوي او قضیه یې ثبت شوه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پولیس وایي چې پولیس کسان یې نېولي چې عمرونه یې څلویښت، اوه ویشت، نوولس، اتلس او پنځوس کاله دي.

په دریو مجرمانو د وژنې د کولو او د غلا د کولو تور پورې شوی او دوه نور یې په جرم د لاس لرلو په تور نېولی چې د میي په یوولسمه نیټه به محکمې ته وړاندې شي.

د یادولو وړ ده چې روان کال د فبرورۍ په څلرویشتمه نیټه د لیډي ګاګا نوکر درې سپي له کور بهر د چکر لپاره ایستلي ول، چې په دې وخت کې پرې نامعلوم کسانو حمله وکړه او ددې لپاره چې نوکر ورسره کلک نه شي، ډزې یې پرې وکړې او زخم یې کړ او دوه د ښه نسل لوړ بیه سپي یې ترې یوړل.

ددې پېښې له واقع کېدو وروسته سندرغاړې لیډي ګاګا سمدستي اعلان وکړ، چې د هغه کس ته به پنځه لکه ډالر انعام ورکوي چې سپي ورته خوندي راولي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …