کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د اندراید کاروونکو لپاره نوی بیټا ویرژن رامنځته کړی او ترڅنګ به د وټساپ د ادارې له لورې د نوی ویرژن (2.21.9.3) اپډیټ د ګوګل پلی له لارې کاروونکو ته وسپاري.

خو د وټساپ کاروونکي که چېرته ددې اپډیټ په اړه معلومات ترلاسه کړي نو ډېر به خوشحاله شي.

ویل کېږي چې وټساپ غواړي چې ډېر ژر د خپلو کاروونکو لپاره (Self Destructive Message) یعنې پخپله له منځه د تلوونکي پیغام آسانتیا یا فیچر رامنځته کړي.

ددې فیچر یا آسانتیا په مرسته به کاروونکو وکولی شي د (Self Destructive Message) په فعالولو سره یوځای ته ویډیو، تصویر ور ولېږي او له کتلو وروسته سمدستي پخپله ډیلیټ شي.

د (ویب بیټا انفو) د وېبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې اوسمهال وټساپ په دې فیچر کار کوي او ډېر ژر به یې ګټه اخیستنې ته وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې وټساپ د خپلو جنجالي اصولو له مخې د کاروونکو د نېوکو لاندې هم راغلی و، چې له هغې وروسته یې خپلو مینوالو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي دي

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …