کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوې کوچنۍ شین رنګه ډبرې ساینسپوهان وېرولي

یوې کوچنۍ شین رنګه ډبرې ساینسپوهان وېرولي

دا یوه عجیبه شین رنګې تیږه ده چې اوږدوالي یې له څلور سانتي میترو هم لږ ډېر دی، خو بیاهم دغه کوچنۍ تیږه یا د ډبرې ټوټه زموږ د راتلوونکي لپاره مهم ګڼل کېږي.

دغه تیږه د لویدیځې انتارکتیکا له ساحل څخه لېرې د سمندر له ژورو څخه ترلاسه شوې، خو ساینسپوهانو یې په اړه وایي چې دا تیږه یې باید له سمندر څخه نه وه ترلاسه کړې.

دغه تیږه چې (ډرپ سټون) نوم یې پرې د آیس رافتډ د ملبې یوه ټوټه ده او ځانګړتیا یې داده چې څېړونکي یې د پیل په اړه هم معلومات ترلاسه کولی شي.

د نوې ټیکنالوژۍ په استعمال سره ساینسپوهانو ویلي چې دا ډبره د ایلس ورت له غرونو راغلې ده، یعنې تقریباً ۱۳۰۰ کیلو میتره فاصله یې وهلې ده، چې د یوې بېړۍ د کار کولو په نتیجه کې د سمندر سطحې ته د یخ د ټوټو په ذریعه راغلې ده.

ساینسپوهان وایي چې دا زموږ لپاره د یوې ننګونې په ډول ده، ځکه چژ د انتارکتیکا یخ یا واورې په تېزۍ سره اوبه کېږي، چې دا زموږ د ځمکې د کرې لپاره زیانمن تمامېږي.

دوی وایي چې دا ډول ډبرې د ګلیشیر دننه موندل کېږي، همدا سبب دی چې په عمومي ډول نه تر سترګو کېږي او د دا ډول ډبرو څرګندېدل ښه خبره نه ده.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …