کورپاڼه / کرکټ / سریلانکا خپله پاڼۍ په ۴۹۳ منډو ډیکلیر کړه او بنګله دیشۍ لوبډلې ته د توپ وهنې وار ورکړ

سریلانکا خپله پاڼۍ په ۴۹۳ منډو ډیکلیر کړه او بنګله دیشۍ لوبډلې ته د توپ وهنې وار ورکړ

د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په دریمه ورځ سریلانکا لوبډلې د ۱۶۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۴۹۳ منډې کړي او خپله پاڼې یې ډیکلیر کړه.

دغه لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب په پیلکالي لوبغالي کې د اپریل په ۲۹مه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې تر ۱۶۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۳ منډې جوړې کړي او د توپ وهنې نوبت یې د بنګله دیش لوبډلې ته ورکړ.

د سریلانکا له لورې دیموت کروناراتني ۱۱۸، لایرو تریمني ۱۴۰، اوشاده فرناندو ۸۱ او نیروشان ډیکویلا ۷۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې تسکین احمد ښه ځلیدلی او څلور سریلانکایي لوبغاړي سوځولي، دغه راز تاج الاسلام، مهدي حسن او شرف الاسلام یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

اوسمهال بنګله دیشۍ لوبډله د توپ وهنې لپاره ډګر ته راغلې او ۴۶ اورونو په لوبولو یې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۱۶۵ منډې کړي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …