کورپاڼه / جالب / لویه قرباني: په هند کې یو شخص خپله میرمن د هغې عاشق ته ور واده کړه+ویډیو

لویه قرباني: په هند کې یو شخص خپله میرمن د هغې عاشق ته ور واده کړه+ویډیو

یو هندوستاني شخص هغه وخت ټوله نړۍ حیرانه کړه، کله چې یې له واده اوه کاله وروسته خپله میرمنه د هغه عاشق ته ور واده کړه.

د هند د بهار ایالت د باګلپور اوسیدونکي اوتم منډل له نن څخه اوه کاله وړاندې له سپنا کماري سره واده وکړ، دوی په خوښۍ سره ژوند کاوه او دوه ماشومان هم درلودل، خو له دې وروسته سپنا د خپل خاوند په یو خپلوان زړه بایلود چې په عمر هم ترې کشر و.

له دې وروسته د دواړو ترمنځ اړیکه نوره هم کلکه شوه او اوتم پرې خبر شو، چې بیا د دواړو ترمنځ جنګ هم وشو، خو سپنا د خپل عاشق له پرېښودو انکار وکړ او اړیکه یې نوره هم ډېرېده، چې بالاخره خاوند یې اوتم منډل راپورته او خپل ښځه یې د هغې عاشق ته ور واده کړه.

اوتم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: (( په لومړیو کې ډېره غوسه راتله او خپه وم، خو بیا مې فکر وکړ که چېرته اقدام ونه کړم نو د درې واړو ژوند به تباه شي او همدا یواځینې لار وه چې موږ درې واړه خوشحاله اوسېدی شو.))

په دې دوران کې د سپنا کورنۍ او خسرګنۍ هم د نوموړې د پوهولو ډېره هڅه وکړه، چې خپلو ماشومانو ته دې پام وکړي او له اوتم دې واوسېږي خو ګټه یې ونه کړه، چې بالاخره اوتم پرېکړه وکړه چې د خپل میرمنې او د هغې د عاشق په واده کې ګډون کوي.

په همدې ډول د سپنا کماري او راجو کمار واده د بهار ایالت په ستان ګنج سیمه کې وشو، چې اوتم خپلې میرمنې (پخوانۍ) ته دعا هم ورکړه او و یې ویل چې شاید دا جوړه به په آسمان کې جوړه وي.

بل لوري ته سپنا د ډېر ټینګار سربېره بیاهم د خپلو دواړو ماشومانو د ځان سره له بېولو انکار وکړ.

دا هم ولولئ

شخړه

سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو

په هند کې د یو سړي سپي ته ګاونډیانو سپی ويلي، چې د سپي مالک …