کورپاڼه / جالب / د شمالي امریکا هغه مرغۍ یا الوتونکې چې د ډزو آوازونه کوي+ ویډیو

د شمالي امریکا هغه مرغۍ یا الوتونکې چې د ډزو آوازونه کوي+ ویډیو

د طبیعت په کارخانه کې ډېرې حیرانوونکې مرغۍ یا الوتونکي شتون لري، چې په دې یوه داسې مرغۍ هم شته چې د خپلې مښوکې په مرسته په ونه کې سوري کوي، خو په همدې مرغیو یو داسې ډول هم شتون لري چې د ډزو آواز کوي.

دې مرغۍ ته (ناردرن فلیکرز) ویل کېږي چې په منځنۍ او شمالي امریکا، کیوبا او د کیمن په ټاپوګانو کې موندل کېږي، دغه مرغۍ خپل مښوکه په فلزي توکو وهي، چې بیا په همدې سبب د ډزو اوازونه پیدا کوي چې تر لېرو ځایونو پورې اورېدل کېږي.

دغه مرغۍ له اوو څخه تر پنځلس سانتي میترو پورې اوږدوالی لري او د اوړي په موسم ډېر شور کوي، چې د مښوکې وهلو کړنې ته یې (ډرمینګ یا ډول وهنه) ویل کېږي، چې د تېزو ډزو فکر پرې کېږي.

بل لوري اړوند کارپوهان وایي چې دغه مرغۍ په دې ډول د خپلې سیمې اعلان کوي، خو دغه آوازونه په انسان ښه نه لګېږي، دغه راز دا هم ویل کېږي چې په دې ډول سر نر مارغه، ښځینه مرغۍ ځانته رابولي، نو ځکه خو هغه فلز انتخابوي چې غږ یې تر لېرې ځایونو پورې ځي او په یوه ثانیه کې پنځه ویشت ځله مښوکه وهي.

دغه مرغۍ د خپلې ځواکمنې مښوکې سره د کور بامونه، کړکۍ او نور شیان هم اغېزمنوي، چې ځینې وختونه یې شور له زغم وتي وي چې بیا یې لپاره له ډېرو طریقو کار اخیستل کېږي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …