کورپاڼه / خپلواک / د ډيوې ټيم په پاکستان کې د بونېر ټيم ته ماته ورکړه
ډيوه افغان ټيم

د ډيوې ټيم په پاکستان کې د بونېر ټيم ته ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٣ نومبر ٢٠١٩): د (ډيوه افغان ټيم) او (بونېر ټيم) ترمنځ نن په پاکستان کې لوبه ترسره شوه، چې د ډيوه افغان ټيم په ٤٠ منډو پکې بريا خپله کړه.

ډيوې نيازۍ په خپله فېسبوکپاڼه د يادې لوبې انځورونه خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي، چې نن د ډيوه افغان ټيم او بونېر ټيم ترمنځ په پاکستان کې لوبه ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د ډيوه افغان ټيم وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د ډيوه افغان ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٠ منډې وکړې، چې خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ١١١ منډو هدف وټاکه، خو د بونېر ټيم ټول لوبغاړي په ٧٠ منډو وسوځېدل او د ډيوه افغان ټيم په دغه لوبه کې په ٤٠ منډو بريا خپله کړه.

نوموړې همدا راز وايي، چې په دغه لوبه کې د ٦٠ منډو په ترلاسه کولو سره جان اغا کوټوال د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

نوموړې د خپلې لوبډلې د لا بريا هيله څرګنده کړې ده.

بل لور ته په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيلې فرزانه کوچۍ هم ډيوې نيازۍ ته د هغې د لوبډلې په بريا مبارکي ويلې ده او ليکلي يې دي، چې لومړى ځل دى چې د شاه زلمو په جامو د يوې خور انځور وينم.

هغې همدا راز په دغه بېساري نوښت باندې ډيوې نيازۍ ته مبارکي ويلې ده او ليکلي يې دي، چې ښځې کولى شي.

د يادولو ده چې د ډيوه افغان ټيم په کاليو د ډيوې نيازۍ انځور لګېدلى دى. ډيوه نيازۍ چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګې ته نومانده وه، خو ولسي جرګې ته بريالۍ نه شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …