کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه روبوټ چې په یو ساعت کې له فصل څخه تر یو لکو زیانمن بوټي ختموي

هغه روبوټ چې په یو ساعت کې له فصل څخه تر یو لکو زیانمن بوټي ختموي

په قیمتي فصلونه کې هغه بوټي چې پخپله راشنه کېږي د فصل لپاره زیانمن وي، چې د دا ډول بوټو لټونه او بیا یې په لاس سره ایستنه ډېره ستونزمن کار دی، خو اوسمهال ددې ستونزې په نظر کې د نېولو سره یو داسې روبوټ جوړ شوی، چې په یوازې یو ساعت کې یو لک بوټي وباسي او ایسته یې ختا کوي.

دغه روبوټ د کاربن په نوم د روبوټیکو شیانو شرکت جوړ کړی، چې د لوړ معیاره کمپیوتري ویژن او د پیاوړو لېزرونو په مرسته فصل په غور سره څېړي او په یو ساعت کې یو لک بې کاره بوټي وباسي.

لکه څنګه چې مو یادونه وکړه چې په لاس سره د واښو یا د بې کاره بوټو ایستل ستونزمن وي او د درملو په شیندولو سره فصل ته هم زیان رسېږي او لګښت هم پرې ډېر راځي، خو دغه روبوټ دغه کار په غوره ډول سره ترسره کوي.

دغه روبوټ چې څلور پایې لري د جي پي ایس، کمپیوټر او لیزر په مرسته کار کوي، د لوړ کیفیت لرونکي کامرې پکې لګېدلي او د کمپیوټر په مرسته زیانمن بوټي پېژني او له دې وروسته په روبوټ کې لګېدلي اته ماشینونو په یو ساعت کې یو لک بوټي له منځه وړي.

دغه روبوټ څلرویشت ساعت پر ډیزلو چلېږي او په یوه ورځ له پنځلسو تر شل جریبو پورې ځمکه پاکوي، خو خاورې او هغه کوچنیو ژونديو موجوداتو ته هم زیان هم نه رسوي چې فصل ته ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …